ایکناد ردنا خبری سایت له قوله راپو راکړ ، د الازهر شیخ احمد اللطیب په نیواکي قدس ښار کې د یوه دینی مرکز د جوړولو لپاره ددغه دینی اوعلمی اورګان مسئولانو ته خپل دستورات صادر کړل.
شیخ احمد الطیب ددغې موضوع په باب په یوې وینا کې ټينګار وکړ، الازهر پوهنتوند فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیسټي رژيم د اقداماتو ایشوا کولو ته دوام ورکړي او هماغه شان دغه غاصب رژیم ته پیغام ورکوي چې الازهر به د دوي هر یو جنایت ایشوا کړي او د فلسطینی ولس کړاؤنه به دټولو لپاره روښانه کړي.
احمد الطیب روښانه کړې ده ، الازهر به دنړیوال وج دان د ویښولو لپاهر بلنې ته هم دوام ورکړي، څو تر هغه مهال چې خداوندمتعال دغه ناعادلانه نیواک چې د درستو الهی او دینی قوانینو خلاف دی د پاي ټکی کیږدي.
احمد الطیب له فلسطینه د لازیاتو محصیلینو دمنلو او داسلامی علومو په څانګو کې د لوړروتبه کارپيژندنې په برخو کې د زده کړې د سکالر شیپونو د پراختیا لپاره د الازهر ګروهنه اعلان کړه . د الازهر شیخ الاعظم همداراز د فلسطین د موضوع په باب د عربی ،اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو چپتیا او خاموشي خواشینونکي او افسوسناکه وبلله .